Sunday, April 27, 2014

يوه څوکی او ۱۱ کاندیدان

يوه څوکی او ۱۱ کاندیدان
محب ارسلان

د اپریل په ۵ نیټه میلیونونه افغانان د ګواخونو ، ستونزو ، سړی او بارانی هوا سره سره د رایو ورکولو محلونو ته ورغلل او خپله رایه یی وکاروله.  دی کار دنیاوال هیران کړل، هغوی دا هیله نه درلوده چی په دومره شمیر ډیر افغانان په داسی نسبتا سختو شرایطو کی به د رایو ورکولو تلوسه او عزم ولری.  خو افغانانو دا کار وکړ او جمهور ریس کرزی ته یی دا زمینه برابره کړه چی د افغانستان په تاریخ کی لمړنی ولسمشر شی چی واک  بل کاندید ته د رایو د لاری په مصالحت امیزه توګه د قانون په چوکاټ کی انتقال کړی.

خو یوه ستونزه چی ډیرو افغانانو په دی پروسه کی تجربه کړه هغه د کاندیدانو تعدد وو.  نام خدا یولس کاندیدانو دا ادعا کړی وه چی سل زره کارتونه یی د افغانستان د ۲۴ ولایتونو څخه راټول کړی او ددوی پلویان دی.  په دی یولس کاندیدانو کی داسی څهری هم راښکاره شوی چی نه خو یی علمی او نه یی هم ملکی اهلیت درلوده.  د نتایجو د پایلو د اعلان وروسته دا جوته شوه چی یا خو دوی چا تیر وستی وو او یا خو هم دوی د افغانانو د یوه موټی کیدو سره نه علاقه درلوده او نه یی پکی خپلی شخصی ګټی لیدلی.

د نوموړو کاندیدانو یواځینی لاسته راوړنه داوه چی د خلکو رایی  یی تقسیم کړی او پری نښودل چی د مخکښو کاندیدانو څخه یی یو هم د ۵۰ فیصدو څخه د زیاتو رایو اکثریت لاسته راوړی.  خو یوه ګټه یی وکړه او هغه داوه چی پر دی متیقن شول چی په واقعی ډول د خلکو په منځ کی د دوی محبوبیت څو فیصده دی. 

د نوموړو فیصدو په پام کی نیولو سره افغانانو باید یو درس زده کړی وی او هغه دادی چی په راتلونکی کی یواځی څو کاندیدانو ته د نامزدی شرایط برابر کړی او د یوی مړی ډوډی، څادر او یا خولی په بدل کی خپل کارتونه داسی کاندیدانو ته ورنکړی چی په سلو کی یی د ګټلو امکان یو فیصد هم نه وی.  که نه د همدی ځل ټاکنو د تجربی په اساس به په راتلونکی کی هم خپل وجدان ته او هم خپل  خالق ته ملامت وی. 

افغانستان یو غریب ملک دی، هغه دارای چی اوس د ټاکنو په دوهم پړاوو لږول کیږی ، هغه باید د افغانانو د ژوند په ښه کولو لږیدلی وای .  اوس نو قضاوت زمونږ دی چی دغه اخوا دیخوا کاندیدان څومره د افغانانو او یا افغانستان  سوکالی ته مخلص وو؟  






No comments:

Post a Comment